حقیقي دونیا څومــره د مینې او صفــا دونیا ده بې سالوسۍ چــې د هرچا دونیا ده تل به اخلاص او محبت کــې پایې په هغه زړه کې چې رښتیا دونیا ده چې بل تــه شر ځانلـه ارام لټوي د داسې خلکو نــا روا دونیا ده په ځان مغروره بې خبر دي له دې چې دا نیمګړې بې بقا دونیا ده دلته فــرصت لا د ښېګڼو کــم دی نه د کینې، بخل او جفــا دونیا ده یو خوږ خبر به چیرته کله واورې هلته ته چې حرص او د دونیا دونیا ده ژوند د اخلاص اوورور ګلوي ښکلی دی د کوم ماحول چې بې ریا دونیا ده چې انسانیت پــه نوم رسیږي بل ته دا حقیقي د رب رضــا دونیا ده -------------------------------- سمیع الدین افغاني ۸ -۱۰ - ۲۰۱۵ م ۰ کال