


هغه تیره ورځ مې امریکا غږ اشنا تلویزیون کتلو چې د افغانستان تکړه، خوږ ژبې، پوهه، مسلکي او تجربه لرونکي ویاندې میرمن لینا روزبه حیدري خبرونه ویل او د باراک اوباما د وروستي پریکړې اړوند چې امریکا غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې ۵۵۰۰ امریکایې سرتیري پریږدي؛ پر همدغه موضوع یې په امریکا کې د افغانستان سفیر ښاغلی حمدالله محب میلمه کړی و. ما اصلا دا ځوان له پخوا نه پیژانده او د زدکړو او کارونو اړوند مې کافي معلومات نه درلودل خو په ذهن کې مې دا و چې حتما کله چې د نړۍ دویم متفکر څوک په دنده ګماري او هغه هم د سفارت په کچه نو دا به د وړتیاوو، پوهې، تجربې، جرات، شهرت او محبوبیت، علمي اثارو او تخصص یو نمونه شخص وي؛ خو کله چې ژورنالیستې میرمن روزبه خپلې پوښتنې مطرح کړې؛ نو دغه په داسې رقم ځواب ویلو پیل وکړ چې زما توجه یې نوره هم ځانته راجلب کړه، ځوان د ژورنالیستې پوښتنو ته داسې ځوابونه ویل: