سټن او وود په ګډه شل کاله دمخه داسې موضوع ته ګوته نیولې ده چې همدا نن ورځ هم د هغو کسانو لپاره پر ځای او معقوله ښکاري چې د خپلو هېوادونو برخلیک ورته بې تفاوته نه دی او پر دغو مافوق غوره شویو باندې اعتماد نلري چې د نړیوالې برلاسۍ په لټه کې دي . هغوی لیکلي دي : « د انجیلي معیار پر اساس ، البته چې د امریکا متحده ایالات د غندنې وړ دی – د ټولنیز سلوک ( سنتونو ) تباهي ، پر ماشومانو باندې زور زیاتی ، حرص او تمه د بري لپاره د شپې نوم ( شفر ) ګرځېدلی دی او اخلاق د زوال په لور درومي . که چېرې مونږ هوډ ولرو چې د دغو غم لړلو وختونو تل ته ورسېږو او ومومو چې دا هر څه د چا د خدمتونو له برکته دي نو تر ټولو منطقي کټلیست او انجن درې اړخیز کمیسون دی » . (