


په کابل کې د جان کیري دکینول شوې ګډوله واکمنۍ له پیل څخه څه ناڅه نهه میاشتې تیریږي. په دې نهو میاشتو کې د واکمنو د خپل منځي او کورنیو غوټه شوو شخړو له کبله هرڅه بهرني سیاستته ور ګرځیدلي. د متفکر او تفکر ټوله تومنه همدا ده چې پاکستان په خواږه دوست واړوي او د آل سعود په لاسو ور پریوځي اویو ډول امریکایی سعودي نوي داعش ته لاره پرانیزي. په لومړیو کې داسې بریښیده چې آی اس آی به دسیا له تجربو څخه په ګټه اخیستنه، دسعودي په مالي ملاتړ، دکابل ملي امنیت دوسیلې په توګه دغې پروژې ته ګماري او دکابل او پنجاب استخباراتي او امنیتي کړۍ به یو له بل سره غاړه غړۍ کیږي. دغه معادله پریمن باندې دسعودي تر مشرۍ لاندې ناروا پوځي تیري څه ګډه وډه کړه او دا ځکه چې سعودي له پاکستان څخه وغوښتل چې پر یمن باندې په روان تیري کې دسعودي شاته ودریږي خو دپاکستان پارلمان دغه غوښتنه ونه منله او په دې وجه دسعودي او پاکستان اړیکې ترنګړې شوې. داسې انګیرنې هم شتون لري چې سعودي به دپاکستان له دې نمک حرامۍ څخه دیوډول کسات په لټه کې شوی وې.له حرمین شریفین نه ددفاع په نامه دکابل واکمن سعودي ته څه بادي ژمنې ورکړې او له همدې کبله داکیدونکې ده چې سعودي له پاکستان څخه خپل کسات د افغانستان په وسیله کیدو واخلي. په دې صورت کې کیدای شي چې دامریکا -سعودي داعش چې موخه ېې منځنۍ آسیا وه یو څه پاکستان ته هم ګوتې ورتیرې کړي. ځینې نا تأ ئید شوې څرګندونې ښيي چې سعودي واکمن آن ګلبدین حکمت یار ته په یوه پټ لیک کې ښودنه کړې چې دپاکستان پرخلاف څه کارروايي مخته کړي. ښایی همدا خبره او ځینو نور داسې څه چې لا روښانه نه دي ، پاکستان په دې ویرولی وي چې په خبرو کې کابل ته ځان ښه دوست او ورنږدي وښيي.ددغه وضعیت یو بل دلیل داهم دی چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان خپل منځي شخړې بیا تودې شوي او پاکستاني واکمن اوس په ښکاره هند ته دخپل دښمن خطاب کوي.