لومړۍ دویمه دریمه برخه دهیواد حالات کوم لوری ته درومي؟
دهیواد حالات کوم لوری ته درومي؟
لومړۍ برخه
دهیواد حالات کوم لوري ته درومي؟ دا هغه پوښتنه ده چې نه پردو کینولي واکمن، نه نندارييز پارلمان ، نه «روښانفکران » او نه هم اولسې پرګنې دغې پوښتنې ته ځواب لري.داسمه ده چې دغه درنه پوښتنه تر ډیره امنیتي حالاتوته مخ اړوي خودیوې ټولنې په دننه کې دژوند ټولې سیاسي، اقتصادي، ټو لنیزې او فرهنګي برخې په خپل منځ کې منطقي پیوند لري او په ګډه دهیواد په کچه دیوه ځانګړي وضعیت جوړونه کوي.له همدې کبله یو عام ،مجرد اوپه ذهني یا ځانګړو ګټو ولاړ جزمي حکم ددغې پوښتنې ځواب نشي ورکولی. له همدې کبله باید سیاسي، اقتصادي،ټولنیز او فرهنګي ژوند ته داشغال په اوږدو کې ژوره کتنه وشي او ددغې کتنې پر بنسټ دحالاتو کره جاج واخیستل شي.یواځې همدغه څه کولی شي چې سیاسي پوځي وضعیت او دسبا برخلیک ته سم ځواب پیداکړي.راځي د اشغال په توره خونړۍ له فریب او فساد نه ډکه دوره کې چې ګلم ېې لا نه دی ټول شوي د خپلې ټولنې دژوند هر اړخ په لنډه او ځغلنده توګه له نظره تیر کړو.
لومړی – په سیاسي ډګر کې:په افغانستان کې دولتي واکمنۍ چې ښه ده حکومتي واکمنۍ ېې وګڼو نه دولتي واکمنۍ، له ځایه هم ډیرې پخې ، سیستماتیزه شوې او د پیاوړي ثبات درلودونکې نه وې.عمرونه عمرونه دهیواد پولې داردو ګانو یا امنیتي ځواکونو پر ځای اولسې جوړښتونو ساتلې،له انګریزي استعمار سره درې جګړې تر سره شوې، سره له دې چې ددریمې جګړې(زه ورته جګړې نه بلکې داستعمار پر خلاف ولسی پاڅونونه وایم) دبریاو ویاړ دغه یا هغه لوړ پوړې خانداني جنرال یا جنرالانو ته ورکړ شو خو واقعیت داوچې انګریزي استعمار زمو ږ داولسونو دپاڅونونو په وړاندې په ګونډو شو نه دکوم اردو یا پوځي رسمي جوړښت په وړاندې.ددې خبرې معنی داده چې دا هیواد دپیړیو په اوږدو کې اولسونو ساتلی نه پوځي طاقتونو.اولسونو ددغه تاریخي بهیر په اوږدو کې له همدې پاڅونونو اومقاومتونو څخه یوه تاریخي اخیستنه هم کړې او هغه داچې دهیواد دټولو ویاړنو خاوندان هم همدا اولسونه دي.دوی وطن ناموس ګڼلی، دناموس کلمه په هغه درانه ټولنیز بار چې لري ېې خپله درنه ټولنیزه تاریخي شوې معنی په نورو ژبو کې نشي موندلی. افغانستان دتاریخ په اوږدو کې په هر نوم چې ودنړۍ دسترو فاتحینو دخوځیدو را خوځیدو لویه لاره وه.دغه حالت جګړې،پا څونونه او مقاومتونه دخلکو او اولسونو په تاریخي کرکتر واړول او له همدغه کرکتر څخه دغیرت او ناموس له ټولنیز بار څخه ډک مفاهیم را منځ ته او په تاریخي شوي کرکتر واووښتل اودخلکو او اولسونو په وینه کې ېې ځای ونیو.دمحمد ظاهر له اوږدې ، ویدې دورې واکمنۍ وروسته په ډیره چټکۍ هغه باورونه را ولویدل چې شاه یا واکمن به ېې دخدای سیوری ګاڼه او داولامر اصل ته به ېې دخپل عقیدتې باور له مخې غاړه ایښوده.دجهادي تنظیمي واکمنۍ په را خوریدوچې جوړوونکي اوبري ته رسوونکي ېې دنړۍ لوی خونکاران او دسیمې بدکاران وو،ددولت او واکمن قدرت او دحکومت کولو ټول توان له ریشې را وچ شو.پروسې ټولې پردۍ ،غیر ملي،غولوونکې او نندارییزې شوې.دغه حالت غلو ،لوټمارو اودانسان په مرګ او زورونه روږدي انسانان دواک مخې ته را وایستل.دهیواد په دننه کې یا واکمنۍ په نشت ودریدې او یاهم دومره له پردو سره غاړه غړۍ شوې چې دخپل هیواد خلک ، اولسونه، ددوی هویت، تاریخي شخصیت ېې له پردو سره دملي ضد معاملو قرباني کړ. همدغه حالت یو شمیرډلو او افرادو ته دا باورونه را منځ ته کړل چې دا وطن له پردو پرته نه رغیږي.دهمدې باورونو شاته غلو ، لوټمارو او بشري ضد خونکارو ډلوداسې ملي ضد معاملې تر سره کړې چې وطن په رښتیا په نقدو وپلورل شواو دپردو دپوځي تیري او اشغال هر کلی وشو.دوطن له اشغال څخه وروسته یوکال نیم، تودې ډرامې په لاره ولویدې هرې شو او نندارې دا ښودله چې پردي موږته دنړۍ پرمخ جنت جوړوي.دغه باور له هغو سره وو چې یا په معاملو کې شریک وو او یاېې داشغال په سیوري کې منلې وه چې «سپی دې یم خو ژوندی دې یم».خلکو او اولسونو خپل تاریخ داسې نه وجوړ کړی چې دغه ذلت ومني نو ځکه مقاومت ته را پورته شول.پردو کینولو واکمنو اوپیاده ګانو ېې دمیدیا په زورپر دې خبره زور لګاوه چې دوی خلکو ته دنیکمرغۍ را وړلوپیامبران دي.دوی داولسونو نیکمرغي په هغه پوځي خونړي ګلوبالیزم او ورسره وارداتي دموکراسۍ او دلوټ آزاد بازار کې لیده کوم چې اشغال له ځانه سره راوړي او تپلي وو،دوی غوښتل په دې نارو سورو وښيي چې دنیکمرغۍ خدایان او دبرکت کعبې هغه دې چې دوی غوره کړي دي. ددې په وړاندې هیڅ منطق اولسونه په دې نشوی قانع کولی چې په یوه اشغال شوي وطن کې د دوی ، شرف ،عزت، ناموس او ملي هویت ساتل کیدای شي.اولسونو استقلال، آزادۍ ، ځمکنۍ سلامتیا او خپلې ملي واکمنۍ ته دتقدس تر کچې اعتبار ورکاوه، له پردو سره ددین او دنیا دوارثانوپټو اوښکاره معاملو ملت دې ته اړ کړ چې دډوډۍ پرځای دخپل معنویت خوندي ساتنې ته را پورته شي.جګړه پیل شوه، هغه جګړه چې دژوند ټولو لورو دجګړې په دواړو خواوو کې یو بل ته غیږه ورکړه.دجګړې یوه لوري ته اولسونه اوبل لوري ته دپردو په خدمت کې ولاړ واکمن ودریدل. دجګړې یوه لوري دخلکو اواولسونو له منځ نه خپله تومنه تر لاسه کړه او دجګړې بل لوری تر اوږدو کلونو پورې دپردو لښکرو او پردوجاسوسي شبکو په اوږو وخوځیده.دجګړې دولتي لوري خپل مخالفین دګاوڼدیو په جاسوسي شبکو پورې تړلي وښودل خوداېې ونه لیدل چې خپله ېې پر چا ډډه لګولې ده.ګاونډیو به دخپلو غرضونو لپاره لاسوهنې کړې وي خو وطن له هغه لوري، دکلماتو په اصلي مفهوم، نه دی پلورل شوی بلکې دوطن هر انسان پوهیږي چې اشغال چا راوست او چا ورنه قدرت، ثروت او په فساد لړلی شخصیت تر لاسه کړ. همدې څرګندونو ته په ځغلنده کتنه جګړې خپل دوه بیل لوري غوره کړل.دټولنې سیاسي –پوځي ویش ژور او نه را ګرځیدونکی شو،دجګړې یو لوری خپل انساني قوت له خپلې ټولنې اخلي او خپله مالي یا تخنیکي اړتیا له نورو را پوره کوي.دغه لوري ته داستقلالیت او خپلې ملې ارادې پانګه درنه ده.وابستګي او تړاوونه ېې جبري دي خودددوی داستقلالیت او ملي هویت هرڅه نشي ورنه اخیستلی. دروانې زمانې یوه دپام وړ ځانګړنه داده چې نور اولسي پاڅونونه ددولتونو له خوا نه بلکې داولسونو له خوا تغذیه کیږي.په نړۍ واکمن حالات ښيي چې لویدیځ دامریکا په مشرۍ ددریمې نړۍ واکمن داسې خطنه کړې چې دزادو ولد هرڅه ېې پای ته رسیدلې خو اولسونه بیا لا ژوندي او له خپلو واکمنو څخه په لویه کرکه دنورو اولسونو دپاڅونونو شاته دریږي.دغه واقعیت ته په کتلو سره وایو او وینو ېې چې داولسونو دپاڅونونو استقلالیت تر ډیره خوندي دی خودواکمنیو او هغه هم دپردو پلاسو کینول شوو واکمنیو استقلالیت په هیڅ منطق ددفاع وړ نه دی.دوی که اردو ګان جوړوي،که پولیسي ځواکونه ځغلوي، که اربکي وملیشې را ټولوي دا ټول څه دوطن ددفاع په معنی نه بلکې دواکمنو کړیو دخوندي ساتنې په مفهوم را جوړیږي ، په همدې خاطردواکمنو اردو، پولیس، امنیت، اربکي ،ملیشې او نوردجکړې اوسرښندنې لپاره کومه آرماني انګیزه نه لري بلکې خپل معاش او خپلې رتبی ته ګوري.په دې توګه دجګړې ددغه لوري ځواکونه تر ډیره یا اقتصادي جبر خوځولي او یاهم دپردو دنقدو په وړاندې داجیرانو کچې ته را لویدلي دي. پر دغه لوري که معاشونه ودریږي، مړۍ ېې یو څه سپوره شي،او دسبا امیدونه ېې هم دناهیلیو په سیوري کې په ډوبیدو شي په ډیره چټکه او نه باوریدونکې توګه جګړې ته شا اړوي او ډګر خپل دښمن ته ور پریږدي. په داشان پوځي قوتونو دواکمنوواک حاکم نه دی او داځکه چې واکمن په خپله دواک خاوندان نه دي ، نورو کینولي او دنورو په اراده کې دخپل ژوند اومرګ نښې لټوي . دجګړې دې لوري ته دسر مشران اوپوځي را جوړ شوي قوتونه یو له بل سره ژور منطقي پیوند نه لري،ځکه دواړه لوري پوهیږي چې روزي ېې څوک او دڅه لپاره ورکوي.یوې ژوندۍ بیلګې ته وګورۍ: مشرانو جرګه او اولسې جرګه دواړه چیغې وهي چې امریکا څه شوه، ولې پرموږ درا روان سیلاب مخه نه نیسي؟ دې دواړو جرګو له امریکا سره مرییتوب راوړونکی امنیتي تړون په دې خاطر نالوستی لاسلیک کړ چې امریکا به ېې دژوند او واک خوندي ساتنه کوي.ددوی روانې چیغې ددې لپاره نه دي چې وطن په لویدو کې دی بلکې هم دوی او هم خلک پوهیږي چې دوی دخپلو لویدو ویرې نیولي دي.دغې ویرې په داسې تبه اخته کړي چې په خپلو تبچنوپرتو کې له امریکا پرته بل څه په تته ژبه نه لري.دا حالت په خپله دهغو ځواکونو غړي سستوي کوم چې امریکايي سینه وهلې وه چې ستاسو دساتنې توان لري. دا یواځې پارلمان نه دی چې مرګونې ویرې اخیستی، بلکې دواک لومړۍ څیره هم دبیلګې په توګه په جلال آباد کې په چیغو چیغو کې وايي:« زموږمورال قوی دی موږ تسلیم نه منو…» زموږ خلک وايي« دغله په ږیره خلی دی».دیوه واکمن له خولې څخه دتسلیم یا نه تسلیم ادبیات را منځ ته کیدل په خپله دویرې دخطرناکه شتون اعلان دی.دغه ډول اعلانونه په خپله ددولتي ځواکونو غړي ورسستوي.
له دې ټولو څرګندونو څخه دې پایلې ته رسو چې تر پوځې ویرې مخکې سیاسي ویرې ددولتي ځواکونو غړي ورسست کړي دي. خوددې په وړاندې دجګړې په بل لوري کې دمعاش ، غوړې مړۍ، رتبې، مقام او کوم ځانګړي امتیاز خبره ځای نه لري او دخلکو په خبره عند الله دوطن او خپل معنویت او دوی ته مقدسو باورونو په خاطرسر ورکوي ،هلته سیاسي ویره نشته چې پوځې سسته را منځ ته کړي.هلته دثروت، قدرت او مقام تنده نشته چې دهر ډول اعتبار سر وخوري،هلته په پردو نه بلکې پر خپلو اولسونوډډه لګول کیږي. اولسي چینه دوچیدو نه ده.دپردو کټ تر نیمو شپو دی خو خپل څه ګوزارونه خوري خو ورکه نه لري .په دې خاطر جګړه په پردو پورې باوري او غیرباوري تړلو واکمنو اوورسره کړیوپه یوه تاریخي بر خلیک اړولې ده. جګړه اوس دخپلې خونړۍ لارې هغې برخې ته رسیدلې چې را ګرځیدونکې نه ده.راتلونکی برخلیک له بده مرغه سوله نه بلکې جګړه ېې ټاکي . داخبره ترخه او زوره وونکې ده خوښکاره واقعیت دادی چې هغه څه چې په دې شرایطو کې جګړه راوړلی شي دسولې په وس نه دي. پاکستان ته لمن وغوړیږي که خاکستان ته دا یو هم دروان تپل شوي برخلیک مخه نشي نیولی.هغوی چې پرون شپه او ورځ په دې جامونه پورته کول چې جګړه خو په جنوب ده نو زما يي پرې څه نن له دې واقعیت سره مخ شول چې له جنوب څخه په شمال کې ډیرخلک دجګړې بل لوري ته واووښتل ،اوس خپل مرګ په څوقدمۍ کې ویني.پرون تاجکستان،ترکمنستان،ازبکستان او نورو لورو ته وتښتیدل که اوس هغه لارې پرې وتړل شي او د«وریښمو لاره» هم لا جوړه نه وي نو به کوم لوري ته تښتي. دا اشارې ددې خبرې ښودنه کوي چې تر پوځي لویدنې مخکې سیاسي لویدنه زموږ مخې ته ولاړه ده.دغه لویدنه دهر غرض لپاره چې وه دجان کیرې له لوري یوه تخت ته ددو پادشاهانو ټاکلو ښه په مزه وځغلوله.اوس دپوځیانو مورال نه بلکې دسیاسیانو مورال رالویدلی دی.او دغه لویدلی سیاسی حالت دی چې راتلونکو پروسو ته بل رنګ اوبل خوند ورکوي.افغان واک ته راوستو سیاستوالو یواځې په دې کې مرګونې تیروتنه ونه کړه چې په یوه تخت دوه واکمن ېې سره صلا کړل،بلکې خطرناکه تاریخي تیروتنه ېې داوه چې داشغالګرو واکمنو سیاسي، پوځي او شبکه ېې لویانو! دپیښو په سخت ترنګړي حالت کې دافغانستان برخلیک په ښکاره پاکستان ته وسپاره. په دې خبره دتیروټاکنیزو لوبودواړه «مخکښ» لوري ښه پوهیدل چې پاکستان ته دافغانستان برخلیک ور سپارل دامریکا او انګلیس ګډ پلان و،دوی دوطن عامو ملي ګټو او استقلالیت ته ونه کتل. داېې غوره وکڼله چې یواځې دقدرت ګدۍ ته ور پورته شي. همدا چې دغه جان کیري ورکړې واکمنۍ ته ورسیدل، مجبوروو چې تر هرڅه دمخه لومړی دپاکستان لمنه ونیسې او دپاکستاني اردو، پولیسو،آی اس آی اوورانکاروافغان دښمنو مذهبي لیډرانو لاسونه ښکل کړي.په دې لړ کې پټې معاملې تر ننه پټې وساتل شوې ،خلکو او اولسونو ته درسنیو په زور همدا څه ورکول کیدل چې پاکستان ېې په خپل اقتصادي تفکر دې ته را اړولی دی چې دطالبانو لمن ورټوله او په بدل کې ېې سوداګریز کاروانونه منځنۍ آسیاته ورسیږي. داسمه ده چې پاکستان یو دودې په حال کې پانګوالي ته ورمات هیواد دی. دپاکستان ځوان او تر اوسه لا دکیفیت له پلوه خام تولیدات یواځې دمنځنۍ آسیا په دننه کې بازار موندلی شي او بل لوري ته درقابت توان نه لري،خو دې خبرې ته ونه کتل شول چې پاکستان پانګوالې ودې نه دی جوړ کړی بلکې په تیرو نږدې څلویښتو کلونو کې دامریکایی او انګلیسي ستراتیژیو لپاره په خدمت کې دریدو پاکستان ته سیاسي، اقتصادي ، تخنیکي او پوځي توان ورکړیدی.پآکستان له خپل پیاوړي سیال هندوستان سره له پردو مالي او تخنیکي مرستوپرته دمقابلې توان نه لري،او پردي هم دخپلو اوږدو ستراتیژیو دپلي کولو لپاره په سیمه کې جګړییز حالت ته اړتیا لري. همدغو جګړو ته یوه دخیزدړه پکار ده، پاکستان همدغه دغرب ګټو ته برابره دړه ده.دا واقعیت هم پټ نه دی چې دافغانستان او پاکستان تر منځ ددیورند دکرښې هغه لوري ته پراته قبایل له ټولو پوځي اوشبکه يي فشارونو سره سره دیوي بیلیدونکې سیمې په توګه دخپلو خپأواکو دودیزو واکمنیو خاوندان دي. او همدغه واکمنۍ اوس دبنسټپالو په پراخه را غوړیدودقدرت ښودنه کوي .په دې خاطر پاکستان چې ښه ده ووایو پنجاب په دغو سیمو دولتي واکمني نه لري نه خپل ایل کولی شي او نه هغه چې له افغانستان څخه جبر ور اړولي دي.له بل لوري هغه وختونه چې پاکستان کولی شول چې خپل بنسټپال ایل او له افغانستان څخه وراووښتې ځواکونه وڅاري او مات ېې کړي، له منځه تللي دي. دامریکا ، ناتوو او آیساف په رسوا ماتې او تیښتې سره که څه هم چې دا بهیرلا پای ته نه دی رسیدلی،دکابل دواکمنۍ مخالفین په پراخه توګه دوروستي یوه کال په موده کې خپل هیواد ته دننه را ننوتل.خلکو او اولسونو ېې ښکاره ملاتړوکړ او بېشمیره سیمې ېې دهیواد په کچه لاندې کړې.اوس یواځې یوه لاره پاتې ده او هغه داچې دامریکا او ناتو یا آیساف دهوايي ځواک پرځای پاکستاني پوځي او استخباراتي عملیات دافغانستان په دننه کې په لاره ولویږي.دحیرانتیا خبره خو داده چې پرون طالبان په دې تورن وچې دوی دپنجاب نوکران دي او داشغال پای ځکه غواړې چې پاکستان ته دافغانستان دنیولو لاره پرانیزې خو نن دهمغو نارو سورو خاوندان په خپله دپاکستان دپوځیانو او آی اس آی لمنه نیسي چې راسې او په افغانستان کې دننه ددوی واکمني خوندي کړي.دقدرت لپاره سیاسي پوځي او آن استخباراتي ملي ضد معاملو دهیواد سیاسي وضعیت درسوایی کچې ته ور پورته کړ.دواک خاوندان اوس نه په خپلو تیروتنو کې دمخته تګ توان لري او نه هم شا ور اړولی شي.دغه پردو کینولي واکمن کورنی سیاست یا ښکاره دمنلو وړ سیاسي لوری نه لري او بهرنی سیاست یا سیاسي لوری ېې هم پردي ور ټاکي.داشغال تجربوپه ټول تاریخ کې ښودلې ده چې پردې دخپل سیاست اوسیاسي لوروهرڅه خپلو اجیرانو ته نه ورکوي. هغوی یواځې اجرايي دستورات ورکوي. په دې خاطرپه پردو پورې تړلي واکمن په پټو سترګوخوځول کیږي. دغه کار له لویدو پرته بله پایله نه لري
aimalhassin@aim.com
ش، حصین






