


د ولسي جرګې کاري او قانوني موده پای ته رسېدلې خو د ټاکنیزو کمېسیونو پر سر د نانندریو له امله د بیا ټاکنو نېټه یې نه ده اعلان شوې. دغه ټاکنې نږدې شپیته میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او د معمول په څېر نړیوال ورسره مرسته کوي خو دا ځل هغوې خپلې مرستې مشروطې کړي .د نړیوالې ټولنې شرط په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستانی بیا اصلاحات پلمه بولي او وایې چې نړیوال یوځل بیا غواړي چې د کمېسیون په چارو کې لاس وهنې پیل کړي. دا لومړی ځل نه دی چې بهرنیان د افغانستان په دغه مهم ارګان کې لاسوهنه کوي بلکه د دوه زره او څوارلسم کال ولسمشریزې ټاکنې چې محصول یې اوسنی دوه سره حکومت دی؛ هم د بهرنیانو د لاسوهنو نتیجه ده. له دې وړاندې د دوه زره څلورم او دوه زره نهم کال په ټاکنو کې هم تر ډېره بهرنیان دخیل وو، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نیوکو او مخالفت وروسته د دوه زره څورالسم کال ټاکنې افغانانو رهبري کړې او بهرنیانو په کې یوازې د نظارت رول درلود .