ګریفن د چینایي امپراتور کړنې د فدرالي رزرف سیستم له کړنو سره د پرتله کولو په ترځ کې ولیکل : « د امپراتور دغه شان مطلق ځواک او دغه شان استبداد ته د هغه د رعیت غاړه ایښودل کېدای شي هر څوک حیران کړي خو زمونږ له ځانه راضي توب به هغه وخت ډېر ژر پوپنا شي کله چې د فدرالي رزرف سیستم په بانک نوټونو کې له ورته وضعیت نه خبر شو . د فدرالي رزرف سیستم پر بانک نوټونو باندې هم مهر شته او هم لاسلیک ؛ د جعل کارۍ لپاره يې سخته سزا په پام کې نیول شوې ده ؛ دولت یې د پور د ورکولو ځواک تضمینوي ؛ خلک اړ دي چې ویې مني ؛ دغه پیسې او همدا شان « نه لیدونکې پیسې » د پیسو چکونه چې کېدای شي بدل شي او په دومره زیات شمېر کې چاپ کېږي چې شمېر یې د ټولې نړیوالې شتمنۍ سره مساوي دی . او دا ټول هم هیڅ ارزښت نه لري . که رشتیا ووایو د پیسو – کرېډېټ موجود سیستم کابو د هغه څه دقیقه کاپي ده چې واکمنانو اووه پېړۍ دمخه ورڅخه کار اخیست » ( ۵ ) .
خو نن ورځ دقیقأ دا بانکران دي چې له کاغذي پیسو څخه ګټې تر لاسه کوي نه نظامي لوړ پوړي چارواکي . همدا بانکران وو چې د فدرالي رزرف سیستم په شان نه باور کوونکی سیستم یې راوپنځاوه .