


په داسې حال کې چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي د پاکستان له نا اعلان شوي جنګ سره مخامخ دی؛ ولسمشر غني په هیواد کې د سولې ټینګېدو ته هیله وښوده، ویې ویل چې د خلکو په ملاتړ او د حکومت، نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو په هلوځلو به د پخلاینې پروسه بریالۍ شي. دلته په هیواد کې د ګډ حکومت له رامنځته کیدو وروسته د ګډ حکومت مشر غني ټول تمرکز په پاکستان وکړ او زیاته هڅه یې وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او دا هیواد د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پر ځای دوستانه سیاسي او اقتصادي همکاریو ته وهڅوي. لاکن هغه د پخواني متل په مصداق چې هندو ستړی خدای ناراضه؛ غني ځان ستړی کړ خو په دې ونه توانید چې د افغان سولې اړوند د پاکستان رښتینولي لاسته راوړي. کله چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره افغانانو ته د سولې پروسې اړوند هیله مندي پيدا شوه او د سولې خبرې اترې مخ پر وړاندې او پرمختګ روانې وې نو دغې ظالم مکار هیواد (پاکستان) د خپل بادار (امریکا) په لارښوونه یو ځل بیا د افغانانو هیلې په خاورې ولړلې او د سولې خبرو د ډپ کولو لپاره یې د طالب مشر ملا عمر د مړینې معما رابرسیره کړه. ټاکل شوې وه، چې د سولې دویم پړاو خبرې د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې په وروستيو کې ترسره شوې وای، خو د ملا عمر د مړینې خبر دا پروسه تر ننه ځنډولې او لا معلومه نه ده چې کله به پيل شي؟