د ډانیل فلیدمن ځواب : ښاغلي ولسمشر غني په خورا هوښیاري سره هڅه کوي، د مقاومت کوونکو سره د سولې خبرې اترې او پخلاینه د افغانستان څخه د افغانانو په مشري تر سره شي .ولسمشر د خپلي لوړې په مراسمو کې د دې ډول خبرو اترو غوښتنه وکړه او ده په دې برخه کې له خپل ګاوندي هیواد پاکستان څخه د مرستي غوښتنه هم وکړه.
اما ورستي خبره طالبانو پوري اړه لري، آیا دوی به د خبرو اترو میز ته کیني، په هر حال کې موږ د دې ډول خبرو اترو پلوي کوو. دسولې او پخلاینې بهیر باید د افغانانو په مشري کې تر سره شي .د خبرو اترو بهیر باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یو ګډ راتلونکي په اړه او په یو ګډ حکومت کې سلا مشورې او جوړجاړی ته سره رسیدل دي. د امریکا متحده ایالات له دریو کالونو څخه د طالبانو سره مخامخ او رسمې خبرې اترې نه دي کړي .
د ډيولټ خبریال پوښتنه : طالبانو خو په تیر وختونو کې د افغان حکومت سره خبرې اترې رد کړي دي .
د ډانیل فلیدمن ځواب : هر ډول چې وو، له دې حالات سره تیر حکومت مخامخ وو،د نوي افغان مشرتابه سره باید بل ډول چلند وشي. موږ فکر کوو، چې لږ تر لږه د طالبان ترمنځ یوبحث داسي روان دی، چې د سولې خبرې اترې باید پیل شي. په دې اړه ځینې مثبتي اعلامې هم شته، زه نه غواړم په دې اړه او هم په دې ورستیو کې په قطر کې د نارسمې خبرواترو په اړه، له ځانه نور تفسیر ورډیر کړم. چیرې چې د طالبانو استازي د افغانستان د سولې عالې شورا له جګپوړو چارواکو سره د سیاسي شخصي افرادو په څیر په خبرواترو کې برخه اخیستلي ده. ښایې داسي ناستي د رسمې خبرواترو لپاره ښه چپریال برابرکړي. اما له دې امله تراوسه په امنیتي وضعیت او حالاتو کې د ښه والي څرک نه دی راڅرګند شوي .