دوطن مینه سزاورچه دتهمت شم په دی لارکېسلامت یاملامت شم په دې لارکېستاپه مینه چه شرميږي عاشق نه دیرسواښه یم چه جوت شم په دی لارکېته لیلازه زه دې مجنون دبیابان ومفداستا په محبت شم په دې لارکېته زمادارمانونوپس منظروېزه هم ستادعشق رویت شم په دی لارکېدمنصورپه شان چه جوړی افسانې کړمپس له داره چه قوت شم په دی لارکېحماسه دتاریخونووم ترډیرهچه هم ننګ شم هم غیرت شم په دی لارکېچه سرکیږدمه دګران وطن په مینهروهین ویاړدخپل ملت شم په دې لارکې م.روهین ـ جرمنی۲۴.۰۵.۲۰۱۵