Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

افغانیت

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

افغانیت

که د اغــیار پـــه آذانـه وي نو سبا دې نـه شي

کـه امامــت دبـیـګانــه وي نـــو ادا دې نه شي

مـونږه دهـرې شپې ګهیځ ته په اغـزیـوورځـو

که دې دسپین مخ رڼا نه وي نورڼا دې نه شي

خیردی که بڼ په للمه واوښته ګلـونه وچ شول

وربل که بیل په بیلـتانه وي هم تالا دې نه شي

د پـښـتنو تـنـدي دې مات شي ټـیـټـیدلی نه شي

ټيت که ټول عـمرشاهانه وي نودچادې نه شي

دګـوډ مُلا په کارخانـو کې دجوړ شوي تـقـدیر

هجر بیلوالی افسانه وي خو رښتیا دې نه شي

دلوی افغان ولس تګلوری افغانـیـت او پـښـتو

بس خدمتګاره که دا نه وي نوزما دې نه شي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button