


کله د تریګلتیا اوج ته رسیدلې خو البته تر اوسه لکه هندوستان او پاکستان تر منځ چې د کشمیر په سر په ښکاره دښمني شتون لري؛ له پاکستان سره افغانستان خپله ښکاره دښمني نه ده اعلان کړې. په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو څخه هم افغان ولس او هم افغان دولت تر پزې راغلي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دلته په هیواد کې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوي او د افغانستان په چارو کې ددغه هیواد د لاس لنډولو په خاطر دغه هیواد ته په لسګونو سفرونه کړي، بیلابیلې ډيپلوماټيکې هڅې یې کړې وې چې دغه هیواد د افراطیت او ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي، د پاکستان بیلابیلو چارواکو سره هم پاکستان کې او هم دلته د ارګ دننه مشورتي ناستې يې ترسره کړې خو هغه څه چې ولسمشر کرزي او افغان ولس ترې هیله درلوده؛ هیڅ ونه شول. همدا ډول د ګډ حکومت په راتګ سره هم ولس هیله درلوده چې د پاکستان سره د اړیکو په رغیدا کې به دوباره له صفره خبرې نه پيلیږي بلکه نوی حکومت به په یوه ځانګړې ډیپلوماسۍ او پیاوړي بهرني سیاست او پالیسۍ سره له دغه هیواد سره د اړیکو محور ټاکي؛ خو له بده مرغه چې ګډ حکومت خبره له صفره پيل کړه او ولسمشر غني د واک په لومړیو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړ، د پاکستاني چارواکو پر مخ یې د ارګ دروازې پرانیستلې، دغه هیواد ته یې د پوځي روزنې په موخه افغان افسران واستول، له دغه هیواد سره یې د استخباراتي معلوماتو پټ تفاهم لیک دلاسلیک موضوع برسیره کړ، په خلص ډول دا چې ګډ حکومت پاکستان ته یو طرفه امتیاز ورکړ خو پایله یې بیا هم د پاکستان له تکراري ژمنو پرته بل څه نه شوه. په افغانستان کې د وروستیو خونړیو چاودونو او ځانمرګو بریدونو وروسته چې تر ډیره پړه یې پر پاکستان واچول شوه؛ د پاکستان په خلاف د افغان ولس د صبر کاسه ډکه شوه او بلاخره په ورستي اقدام کې یې د پاکستاني تولیداتو په تحریم لاس پورې کړ. له افغان دولته ولس هیله درلوده چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه چې څو ورځې وړاندې تیره شوه او د افغانستان په استازيتوب په کې اجرایوي مشر عبدالله عبدالله ګډون کړی و؛ ولس هیله درلوده چې ښاغلی عبدالله به د پاکستان په خلاف د افغانانو شکایات په مستندو او کره سندونو سره په مکتوبي ډول؛ نړیوالو ته او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته ورسوي، خو له بده مرغه چې ښاغلي عبدالله پرته له دې چې د امریکا د مرسته ستاینه وکړي او د ګډ حکومت د یو کلنې دورې صفت وکړي؛ د پاکستان څخه د افغانانو د شکایت اړوند هیڅ ونکړل، عبدالله عبدالله فقط دومره وکړل چې د غونډې په وروستۍ ورځ یې په شفاهي ډول د ملګرو ملتونو د غونډې په تالار کې په غیر مستقیم ډول له پاکستان څخه شکایت وکړ، عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل؛ پاکستان باید پر خپله خاوره د اورپکو پر ضد د ګامونو پورته کولو ژمنې پوره کړي. ده وویل، ځینې بریدونه له پولې اخوا سمبالېږي او “موږ له پاکستان غواړو، مشرانو چې یې څو میاشتې مخکې کومې ژمنې له موږ سره وکړې، هغه دې پوره کړي.”