


راپورونو له مخې په غزني کې يو پخوانى جهادي قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه حکومت جهادي قوماندانو ته وسلې ورکړې دي. دغه قوماندان وایي حکومت دوی او ځينو نورو جهادي قوماندانانو او ځينو خلکو ته وسلې ورکړې تر څو امنيت ټينګ کړي. د هغه د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د مجاهدينو يوه شورا هم جوړه شي چې د امنيت په ټينګښت به مهم رول ولري. هاخوا بیا د غزني والي محمد همیم نه مني چې ګویا حکومت دې په غزني کې کوم جهادي قوماندان ته وسله ورکړې وي.