


کابل::د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایم. دغه بختور اختر چې په بیت الله شریف کې د حج د مراسمو له ادا کولو سره په یوه وخت دی، مسلمانانو ته د ایثار، وحدت او اخوت عالي پیغامونه لري. هیله ده چې د دغو مبارکو ورځو په برکت، د حج په مراسمو کې د بیلابیلو ژبو، قومونو، رنګونو او مذهبونو د مسلمانانو له واحد صف څخه الهام واخلو او د مسلمانانو تر منځ او په تیره بیا په خپل هیواد کې د سولې او اتفاق شاهدان واوسو.