توپاني سیلۍ وم لـــــــــویــــــــه ونه څــــــــانــــــــــګــــــه ورهپه شنــــو پاڼــــــــــو پټــــه مټــــــه ښه بــــــبرهد تــوپان او د سیــــلیــــــو غـــــم می نــــــه وپه ځای کلکه وم ولاړه له خزانه نا خــــــبرهسر می هسک و تر اسمــــــانه ویاړیدمـــهما وی زه یمه یوازی په جهان کی بختورهزما ســیوری ته به ستــــــړي ډیر دمـــــه ووچـــی به ګیــــر شول په ګرمۍ کې ناببـــــرههم خوشاله زما څانګو کی مــــــرغــــــان ووشور ما شور بنډار به جوړ و له سهارترمازدیګرهډیر کلــــونه مې په برم کې هسی تیر کــــــړلد ویاړ نوم مې و ګټلــې له نیکونو ښه په نرهاوس راپیښ لوی ناتار شــــــــو له غلیــمــــــهتوره بلا شوه په بــــــرخلیــــــک مې زورورهپه هوا کې د ملــــخــــــو لښــــــــکر راغــــــئهم په ځمکه رارهي شول سره میږي له بحرو برهپه شنو پاڼو د ملــــــــــــخو چپــــــاو جوړ شــــــولغړیږم ،سپیره کیږم د هغوی له شــــــورو شـــــرهپه ریښو می ســــــرمیږیان ټولــــــه لـــــګیـــــا ديټولی مراندې مې پرې کیږي بې ارې او بې تبرهمالیار نشته چــــــــی زما په غم غمــــــــجن شــــــیپرګنــــــې ټوټه ټوټــــــه دې یو له بلــــــه مـــــــــروره لــــــه جهــــــانـــــــــــه زما نــــــــوم په ورکــــــیدو دیلویه خدایه ته مې ژغوره یا نبي سخي ســــــرورهچې نسکوره شم تاریخ مې هم تبــــــاه شــــــــــــــــوافغانستان یم بل څوک نه یم د پیړیو شمـــله ورهاکبري په تاسو غږ کړي د وطن بچیانو ویښ شیخلاصۍ نشته له غلیمه بی له توري بې لښـــکره بسم الله اکبري هالنډ۲۱-۱۱-۲۰۱۳