د نړیوالو اختلافاتو حل او فصلژباړه/ خوشحال آصفيد جګړې په اړه د اختلافاتو حل او فصل له بیلابیلو لارو په ګټې اخیستنې سره کیږي. جګړه ممکن په څو لارو پای ومومي.لومړی؛ د یو لوري د ماتیدلو او په مات شوي لوري د یو لړ قراردادونو د تحمیلوو په صورت کې.دویم؛ په هغه صورت کې چې یو لوری جګړه عملې ونه ګڼي او ناچاره پرته له قید او شرط څخه تسلیم شي.او بلاخره ممکنه ده چې اختلافات د دواړو لورو تر منځ د مذاکرې یا خبرو اترو له لارې او یا هم له نورو سوله ایزو لارو چارو څخه د کار اخیستو په صورت کې حل شي.هغه اړینې لارې چارې چې نړیوال اختلافات حل او فصل کوي لاندې یاد شوي دي.۱ــ ډيپلوماټیکه مذاکره یا خبرې اترې: هغه ډلې یا دولتونه چې په جګړه کې ښکیل دي؛ په دغه لارې سره جګړه د دواړو لورو د دولتونو د استازو تر منځ حل کوي. د یادونې وړ ده چې دا لاره د انعطاف او نرمښت د منلو لاره ده او یوه نرمه طر یقه ده. یاده لاره په داسې مهال ممکنه ده چې د اختلاف موارد او مسایل زیات اهمیت ونلري او ددواړو لورو تر منځ هیلې او انتظارات یو و بل ته نږدې وي.۲ــ جمیله مساعي (ستونزو ته اوږه ورکول) په دغه لاره کې یو یا څو دولتونه په دوستانه بڼه د اختلاف د حل لپاره لاس په کار کیږي تر څو چې د دولتونو چې په جګړه بوخت دي یوه د حل لاره پیدا کړي. دولتي لاره چې د اختلافاتو د حل و فصل مسولیت په غاړه لري؛ زیاته لاسوهنه نه کوي بلکه د یوې وسیلې په توګه هڅه کوي چې د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې بریالۍ شي او دواړه لوري هڅوي څو د خبرو اترو میز ته کینې.۳ــ جوړجاړی (سازش): دا لاره چې یو نړیوال کمیسیون یې مسولیت په غاړه یو ډول ډله ایز وساطت دی چې دریم دولت په بې پرې بڼه د دوو ډلو تر منځ اختلافات څيړي او د حل لاره یې پیدا کوي.۴ــ منځګړیتوب: په دغه لاره کې دریمګړی دولت مستقیما د اختلافاتو په حلولو کې لاسوهنه کوي او د اختلافاتو د حل په خاطر وړاندیزونه کوي.۵ــ د پخلاینې نړیوال کمیسیون: معمولا ددغې کمیسیون جوړیدل د اختلافاتو له منځته راتګ وړاندې جوړیږي په دې معنا چې ممکنه ده دوه دولتونه د یو قرارداد پر اساس یو شي چې د اختلافاتو د رامنځته کیدو په صورت کې به له دغې کمیسیون نه ګټه پورته کوي.۶ــ نړیوال څیړنیز کمیسیون: دا لاره چې د لومړي ځل لپاره د روسیې په وړاندیز په ۱۸۹۹ ز کال کې په (لاهه) کې د سولې په کمیسیون کې مطرح شوه. لوري د یو ځانګړي توافق پر اساس؛ هغه کمیسیون ته چې د بې پرې ملیتونو نه جوړ دی؛ مسولیت ورکوي چې بحران او جګړې ته د پای ټکی کیږدي.۷ــ د ملګرو ملتونو سازمان: لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو سازمان یوه اصلي دنده په نړۍ کې د سولې ساتل دي؛ نو پر دې اساس دغه سازمان د خپلو بیلابیلو ارګانونو په وسیله له د امنیت شورا، عمومي مجمع او دبیر خونه کولای شي چې د سوله ایزو ډیپلوماټیکو لارو چارو ګټه پورته کړي او د دولتونو تر منځ اختلافات حل کړي.۸ــ نړیوال قضاوت (داوري ، حکمیت): په دې لارې سره دواړه د اختلاف لوري خپله دعوه هغه قاضیانو ته سپاري؛ کوم چې په خپله یې ټاکي.۹ــ نړیوال نیاو (عدالت): په دغه لاره کې دواړه لوري خپل اختلافات چې حقوقي بڼه لري؛ محکمې ته سپاري او د قضاوت او داورۍ پر خلاف د قاضیانو ټاکنه، د محکمې جوړول او د دعوې د حل لارې چارې ددواړو لورو د اختلافاتو او سلاحیتونو نه بهر دي.