پاکستان ښاغلی کرزی ته د کویټې ښار کوم دوکاندار دلوړپوړي طالب استازي په نوم رامخې ته کړ او د کرزي د باور ریښې یې ور وچې کړې او د قطر په دفتر یې هم شک کاوو . غني ته د طالب واکمنۍ پیژندل شوې څیرې ملاجلیل ، ملامحمدحسن،ملا رزاق، او کوم بل چارواکی رامخې ته کړی شول. د قطردفتر هم د ننۍ او پرونۍ ناستې په اړه رسمي څه نه ده ویلي، خو ښکاري چې ددوی خوښه هم پکې ده.د غني له حکومت سره په لومړي ځل دغه طالبان په داسې حال کې په رسمي ډول ګوري ، چې له امریکاسره یې امنیتي تړون هم لاسلیک کړ، خو کرزي چې تر پایه لاسلیک نکړ طالبانو د خبرو لپاره شین څراغ ونه ښود. دا په خپله په نوي او پخواني حکومت د باور توپیرښيي .طالبانود بهرنیوځواکونو وتل غوښتل او خبرې یې په دې مسلې پورې تړلې او کرزي صاحب هم د سولې په هیله دا خبره زمزمه کوله، خو طالبانو د کرزي دریځ ته هرکلی ونه وایه. ښاغلی ښاغلي بیا له امریکا سره دوستي پراخه کړه ، خو طالب رانرم شو او له ۸ غیر رسمي لیدنو وروسته یې نن یو شمیرپخواني مشران په اسلام اباد کې د غني له استازو سره مخامخ ناست دي، چې دا په خپله سولې ته ښه زیری بلل کیږي .کرزي صاحب د توطیې په تیورۍ باور در لود او د قطر د دفتر په ګډون هرڅه ورته توطیه بریښیده. خو په سیاست کې په دې تیورۍ باور لرونکي ناکام بلل کیږي ، چې تر ډیره د دریمې نړۍ د هیوادونو مشران ورسره لاس ګریوان دي.خو ښاغلي غني عملي سیاست ته ورمخې ته شو او له پاکستان سره یې سیاسي معاملې ته ور ودانګل چې د ګټې د نشتوالي په صورت کې ترې د سیاسي دود په توګه شاته کیدی شي . مثال یې د ایران او امریکا خبرې دي، چې که ګټه پکې نه وه نور انتخابونه لرې.د کنسپیرسي یا توطیې په تیورۍ باور لرونکي سیاستوال له هرڅه ویریږي او هرڅه ته د شک په سترګه ګوري. هغوی ته ګټه هم تاوان بریښي او نه پرې ورځي.ښاغلي کرزي د قطر دفتر ۳ کاله مخکې د افغانستان د تجزیې دسیسه وبلله ، خو نن یې شاوخوا ناست یاران داسې باور کوي ، چې هغوی ر طالبانو ریښتیني استازي دي او داچې پاکستان خبرو ته حاضر کړي، دا د پاکستان پروژه ده ، نو چې داسې وه تاسو ولې هغه مهال د قطر دفتردسیسه بلله؟ ولې موپکې لغتې ووهلې؟ د پخواني ولسمشروروستۍ خبره ګټه مټه داوه چې ویې ویل:«زما د ۱۳ کلونو تجربه ماته داښيي، چې سوله مطلق د پاکستان او امریکاپه لاس کې ده، ږه دوی وغواړي افغانستان ته سوله راځي» . نو پوښتنه دا پیدا کیږي، چې دا باور یې ولې در لود؟ که داسې وي نو نن ولې داسې فکر کوي، چې د ارومچي او اسلام اباد طالبان یوازې د پاکستان په لاس کې او هغه نور د پاکستان له ګورته وتلي ؟ که داسې وو نو هغه مهال یې ولې خبرې ورسره رد کړې؟ښاغلي کرزي ۴ کاله سوله د ملابرادر په لمنې پورې وتړله او دلته یې په کابل کې سولې شورا کې داسې اشخاص کینول، چې په پرلپسې ډول د سولې دهڅو مخالفت کوي.ښاغلي غني د سولې له اړخه ډیرپام پاکستان ته ور اړولی .له یوې خوا یې په دې ډول د پاکستان وړتیا معلومه کړه، چې پرطالبانو څومره اغیز لري او له بلې خوا یې هڅې کړې د کرزي صاحب خبره رښتیا کړي ، چې ایا رښتیا سوله د پاکستان په لاس کې ده؟ اوس نو داسې بریښي، چې د افغانستان د لانجې مهم اړخ پاکستان وښووله ، چې څومره په دې ۱۴ کلونو کې طالبان ددوی په اشاروجنګیدل او د پآکستان غوښتنو ته یې څه ځواب وایه .د طالبانو کوربه اوس په رښتیا د طالبانو کوربه شواو نړۍ ته ثابته شوه، چې د افغانستان د لانجې اړخ پاکستان دی. مالک عاصم